
ایکنانیوز د پارس ټوډې فارسی څانګې له قوله راپور راکړې، جنرال امیر حاتمي د شهید جنرال محمد باقري د شهادت د کلیزې په مناسبت د هغه له کورنۍ سره په لیدنې کې وویل: «مونږ په ۱۲ ورځنۍ جنګ او د رمضان په جنګ کې د نړۍ له ستر قدرت او له یوه بېرحمه او جنایتکاره قدرت سره، چې د هغه ملاتړ ئې کاوه، مخامخ شوو. دښمنانو ګمان کاوه چې د ایران اسلامي جمهوریت، اسلامي انقلاب او زمونږ ګران هېواد ته ډېر زیات تاوانونه رسولی شي او په اصطلاح ئې غوښتل کار پای ته ورسوي، خو وروسته څرګنده شوه چې د دوي محاسبې او اټکلونه ناسم وو.
هغه زیاته کړه: «د ایران وسلهوال ځواکونه او ملت د خپلو شهیدانو، په تیره بیا زمونږ د شهید امام او د شهید باقري په څير د قوماندانانو، د هڅو پوروَړي دي. دښمنان به هیڅکله هم خپلو سپيرو او نا وړه موخو ته ونه رسیږي. ان شاا...
جنرال حاتمي د رمضان او ۱۲ ورځنیو جنګونو د تجروبو او زده کړو په اړه وویل: «د شهیدانو د وینو په برکت مونږ زده کړل چې د امریکا په څېر له یو لوي او جنایتکار دښمن سره څنګه مقابله وکړو. مونږ زده کړل چې د پرمختګ په لارې کې باید حتی یوه شېبه هم ضایع نه کړو. همدا اوس هم هڅه کوو چې دښمن په خپل ځای کېنولو ته اړ کړو، او انشاا... دا ترلاسه شوې بریا به لا نوره هم ټینګه او تثبیت شي.
هغه په پاي کې وویل: «د اسلامی انقلاب د رهبر او زمونږ د قوماندانانو شهادت ډېر دردناک او سخت و، خو دښمن په ښه توګه درک کړه چې د اسلامی انقلاب وَنه او له اسلامي جمهوریت سره د ملت اړیکې تر هغه ډېرې پیاوړې دي چې دوي ئې تصور کاوه. دښمن باید د ایران ملت، د هغوی عقایدو، اسلام او د اسلامي جمهوریت نظام ته په احترام سره او په درنده سترګه وګوري.
https://parstoday.ir/fa/iran-i39912